اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د انفارمېشن کميسون فعالولو او د اسانيو وركولو سره وئېلې دي د ملګرو ملتونو او د يونېسكو پشمول د بشري حقونو د ټولو ادارو په وړاندې دا پوښتنه كړې چې دې ادارو ته د تېرو 54 ورځو راهسې په مقبوضه کشمير كښې د هندي پوځ بربريت ٬ كرفيو او د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ نه ښكاري ؟ ”آيا په مقبوضه کشمير كښې مېشته وګړي انسان نه دي” او د دوي بنيادي بشري حقونه تاسو نه ويني٬ ملاله يوسف زئۍ او شرمين عبېد چنائے ته په مقبوضه کشمير كښې كېدونكې ظلم او بربريت ٬ مېرمنو سره ج??سي تېري ٬ د ماشومانو څخه سكولونو د تګ حق اخستل ٬ د روغتونونو بندول او د ب??يادي بشري حقونو نه محرومه ساتلو لپاره د هند دا عمل نه ښكاري ٬ آيا په دې معامله يو هم ډاکومنټري نه ج??ړېږي يا په نړيوال فورم دا معامله نه ش?? پورته كېدې٬ وزيراعظم عمران خان به (نن) د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د كشميريانو د وكيل په توګه مقدمه وړاندې كوي٬ د وفاق په كچه اطلاعات ته رسنې لپاره د انفارمېشن کمېسون فعاليت سره به د ناسمو اطلاعاتو او د جعلي خبرونو مخ نېوې اوشي ٬ د پاکستان تحريک انصاف حکومت اطلاعات ته رسنې لپاره د قا??ون د لارې وګړو ته د معلومات ملكيت وركړې او د دې قا??ون تحفظ ته حكومت پام لرنه كوي۔ دې دا خبرې د زيارت په ورځ د سسټېن اېبل سوشل ډويلپمنټ آګنائزېشن (اېس اېس ډي او) تر سېوري لاندې په نړيوال اسلامك پوهنتون كښې د “انفارمېشن کمېسون يو كال ٬ اطلاعات ته د رسنې په قا??ون د عملدرآمد چېلنجونو او موقعو” په سرخط سېمينار ته وكړې۔ ايګزيکټو ډائريکټر ايس ايس ډي او سيد کوثر عباس ،د نړيوال اسلامي پوهنتون لنډ مهاله صدر ٬ د پوهنتون رېكټر پروفېسر معصوم ياسين زئۍ، چيف انفارميشن کمشنر محمد اعظم، انفارميشن کمشنر فواد ملك، پروفېسر حاضرالله نه علاوه د پوهنتون د سوشيالوجي څانګې زده كوٶنكي په دې موقع موجود وو۔ په دې موقع د اېس اېس ډي او ايګزيکټو ډائريکټر سيد کوثر عباس د استقباليې خطبه كښې ووئيل ?? پي ټي آئي منشور او د وړومبنو سلو ورځو اېجنډا او د آئين د آرټيکل 19-A له مخې د حكومتي هلو ځلو په سوب په وفاقي كچه اطلاعات ته د رسنې قا??ون منظور شوې او درې كسيزه انفارمېشن کميشن جوړ كړې شوې٬ ده ووئيل ??طلاعات ته رسنه د جمهوريت بنيادي برخه ده ځكه چې په دې عمل سره سپېځلتيا او احتسابي عمل وده مومي۔ ده ووئيل ??وسني حكومت په كال 2013 كښې خېبر پښتونخوا كښې دا قا??ون او كمېسون جوړ كړے
”آيا په مقبوضه کشمير كښې مېشته وګړي انسان نه دي”
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔