لاهور 25 اګست (اے پي پي) ډپټي وزير اعظم او سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې پاکستان د نړۍ يواځنې هېواد دے كوم چې د کلمه طيبه په بنياد جوړ شوے،چا چې هم د هېواد سره غداري کړې بربادي ئې مقدر شوې،ما چرې د چوكو لالچ نه دې كړې، په ګڼو حکومتي چوكو پاتې كيدو سره مي د هېواد بشپړه خذمت كړې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د حضرت داتا ګنج بخش علي هجويري عرس مبارك په دويمه ورځ محفل سماع ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د خوراك صوبائي وزير بلال ياسين هم ده سره وو۔ ډپټي وزيراعظم محمد اسحاق ډار ووئيل پاکستان د نړۍ يواځنې هېواد دے كوم چې د کلمه طيبه په بنياد جوړ شوې،چا چې هم هېواد سره غداري كړي تباهي او بربادي د هغه مقدر جوړ شوے،ما چرې د چوكو لالچ نه دې كړے، ما له محمد نواز شريف په هر دور حکومت كښې مهمي چوكۍ راكړې،په ګڼو چوكو پاتې شوې يم ما د هېواد بشپړه خذمت كړې او عمر له مي په خپلو ذاتي ګټو د هېواد ګټو له ترجيح وركړې ده۔ده ووئيل دا يوه روحاني خبره ده چې كله ما د بي کام تعليم پوره كړو نو هغه وخت نه تر اوسه د حضرت داتا ګنج بخش په مزار حاضري كوم،دا د دې هستيو كرم دے زه يو ګناهګار انسان يم،دا د لوے څښتن کرم نوازي وي چې د يو ګناهګار څخه د نيکۍ كار واخلي۔ اسحاق ډار ووئيل آپ صلي الله عليه واله وسلم سرکار فرمائيلي ؤ چې كله د نيمې اوچي سيمي پلو ګورم تو ما ته دلته څخه يخښه سيلۍ راځي۔ محفل سماع كښې ناستو كسانو ته مخاطب کيدو سره ډپټي وزير اعظم ووئيل تاسو چې چرته ناست ئې دلته به څو فټ خښټي وي، دلته وړاندې کمرشل مارکيټ جوړيدلو بيا دلته جومات جوړ شو دغسې چې د جي ټي روډ څخه جومات ته داخله آسانه شي۔
پاکستان د کلمه طيبه په بنياد جوړ شوے،په ګڼو حکومتي چوكو پاتې كيدو سره مي د هېواد بشپړه خذمت كړې۔ډپټي وزير اعظم
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا