د اطلاعات وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی د ریډیو نړيوالې ورځې په موقعه په ریډیو پاکستان كښې په انګریزۍ ژبه كښې خبرنامه وړاندې كولو سره نوے تاریخ رقم كړو. ریډیو پاکستان تل قامي يووالي او همغږۍ ته وده وركولو كښې په زړه پورې كردار ترسره كړے ۔ مرتضیٰ سولنګی


اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د اطلاعات، خپرونو او پارلیمانی چارو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی د نهې په ورځ د ریډیو نړيوالي ورځ په موقع ریډیو پاکستان كښې په انګریزۍ ژبه كښې خبر نامه وړاندې كولو سره يو نوے تاریخ رقم كړو۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير په ریډیو پاکستان د ورځې دولس بجو خبرنامه وړاندې كولو سره دا پیغام وركړو چې حکومت ریډیو د ميډيا يوه مهمه ذریعه ګڼي۔ د نګران وفاقي وزیر دا اقدام دا خبره په ګوته كوي چې حکومت د ریډیو خپرونو ته د ودې وركولو عزم لري او دې اقدام سره به پاکستان كښې د ډیجیټل ریډیو خپرونو ته وده وركولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ وفاقی وزیر د ریډیو پاکستان پوډ کاسټ پروګرام كښې ګډون هم وكړو۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې وفاقی وزیر ووئيل حکومت د ریډیو پاکستان يوه قوي او د رابطو زياته فعاله ذریعه جوړولو عزم لري۔ ده ووئيل حکومت د ډیجیټل ریډیو خپرونو ته وده وركولو له هم كار كوي۔ ده ووئيل ریډیو پاکستان قامی نشریاتی ادارہ ده كومه چې يو اوږد تاريخ لري، ریډیو پاکستان عمر له قامی یووالي او همغږۍ ته وده وركولو كښې د لارښودنې كردار ترسره كړے دے۔ دا خبره دې ياده وي چې ریډیو پاکستان د هېواد تر ټولو پخوانۍ او لويه نشریاتی ادارہ ده۔ د ریډیو نړيواله ورځ هر كال په 13 مه فروری لمانځلې كېږي