اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د پائيدار او جامع سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د آبادۍ پحقله د مسئلو حل په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي چې دا د خوشحالۍ خبره ده چې پاكستان او د ملګرو ملتونو غړي هېوادونو د آبادۍ مسئلو پحقله اهميت رامخې ته كولو لپاره د 1989 راهسې د آبادۍ نړيوال ورځ لمانځي، تر نومبر كال 2022 به د نړۍ آبادي 8 اربه ته ورسي۔ د آبادۍ نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ووئيل نړۍ د غربت٬ صحت مسئلو٬ ناخواندګۍ او د بشري حقونو د خلاف ورزو غوندې مسئلو سره مخ ده٬ د جنس، عمر، نسل، معذورۍ، طبقو او په مذهبونو اډانه په تعصاباتو قابو موندلو سره دا مسئلې حل كېدې شي۔ ده ووئيل د اېجنډا 2030 مقاصد ترلاسه كولو لپاره مونږ له پخپله آبادۍ كښې په رامخې ته كېدونكې بدلۍ پوهېدو سره په ګډه كار كولو ته اړتيا ده٬ د آبادياتي تبديلي منفي اثرات كمولو او موقعو څخه ګټه پورته كولو لپاره به مونږ له په شمېرو اډانه ځانګړې ردعمل تيارول وي۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان د آبادي او بهبود آبادۍ موضوع ته وړومبۍ ترجيح وركړې ده، د آبادي مسئلو پحقله جامع حل لپاره د شريكې ګټې كونسل صوبائي او سيمه ايزو واكمنو په مشاورت سره اته سفارشات او نېشنل اېكشن پلان منظور كړے دے۔ ده ووئيل هيله لرو چې پاكستان به ټولو شراكتدارو سره په ګډه د شريكي ګټې كونسل سفارشاتو او د آبادۍ په قامي اېكشن پلان عملدرآمد لپاره هر ډول ممكنه اقدامات وكړي، د خوشحالۍ خبره ده چې صوبائي او سيمه ايز واكمن٬ د سول سوسائټۍ تنظيمونه او نجي څانګه په هېواد كښې د آبادۍ او پرمختګ اېجنډې ته وده وركولو لپاره په ګډه كار كوي
پائيدار او جامع سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د آبادۍ پحقله مسئلو حل كولو ته اړتيا ده۔ صدر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک