اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د فرانسیسی صدر ایمانوئل مېکرون په بلنه په پېرس كښې كېدونكي نیو ګلوبل فنانسنګ پېکټ سمټ كښې ګډون لپاره 22 څخه تر 23 جون د فرانس سركاري دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د مشرانو دا غونډه لارښودو لپاره د يو نوي ګلوبل آركيټيكچر په حېث د خيالاتو څرګندونې موقعه برابروي كوم چې د تلپاتي پرمختګ ٬ ماحوليات ٬ د توان منتقلۍ او د موسمياتي بدلون ايجنډې مالي مرستې چېلنجونو مقابلې كولو صلاحيت لري۔ د بيان له مخې د سرمشريزې غونډې مقصد د راروانو دوه كلونو په مهال د نورو مهمو نړيوالو دستورو او كنفرنسونو په لړ كښې د نړيوال مالياتي نظام بشپړه اصلاحاتو لپاره د ضروري اصولو او اقداماتو وضاحت كول او د شمال او جنوب ترمينځه د متوازن او منصفانه همكارۍ لاره هوارول دي۔ پاكستان به په نړيواله مباحثه كښې د يو فعال سټېك هولډر ٬ جي – 77 اېنډ چائنا كښې د يو لارښود او د موسمياتي بدلونونو د لاسه په پرمختګ كوؤنكو هېوادونو كښې د زيات ځپلې شوي هېواد په توګه برخه اخلي۔ وزیراعظم به بحث كښې په نړيوالو مالياتي ادارو كښې د اصلاحاتو ٬ موسمياتي فنانس ٬ ګرين انفراسټركچر ٬ د اېس ډي جيز ترلاسه كولو او قرضو سره د اړوند حل حوالې سره د پاكستان نقطه نظر او تجاويز وړاندے كوي۔ وزیراعظم به په دې موقعه نورو نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه هم كوي
وزيراعظم شهباز شريف به په نيو ګلوبل فنانسنګ پېكټ سمټ كښې ګډون لپاره 22 څخه تر 23 جون د فرانس سركاري دوره كوي٬ د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی