اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) آسيائي پرمختيائي بېنك وئيلي دي چې پاكستان كښې د تېر كال راغلي سېلاب د لاسه د ځپلې شويو سميو بيا ودانۍ او بحالۍ په هڅو كښې به د پاكستان مرسته روانه ساتلې شي۔ دا خبره د آسيائي بېنك لخوا په جاري شوي رپورټ كښې شوې ده۔ په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې په پاكستان كښې د تخفیف غربت ، موسمیاتی موزونیت او خدمات په څانګه كښې سرمايه كارۍ ته وده وركولو كښې آسيائي پرمختيائي بېنك خپل كردار ترسره كوي۔ رپورټ كښې دا هم وئيلي شوي چې بېنک به د کنټری پارټنر شپ سټرېټیجی (2021-25) لاندې پاكستان سره بېلو څانګو كښې خپله مرسته روانه ساتي۔ په رپورټ كښې په پاكستان كښې د تېر كال په مهال د راغلي سېلاب او د دې د لاسه د شوي زيان حوالې هم وركړې شوه۔ رپورټ كښې وئيلي شوي چې د بلوچستان ، سندھ او سوئيلي پنجاب په شمول بېلو سېلاب ځپليو سيمو كښې د بيا ودانۍ او بحالۍ چارې روانې دي۔ نړيوال بېنك به دې چارو كښې نورو ادارو سره په ګډه خپل كردار دوامدار ساتي
سيلاب ځپليو سيمو كښې د بحالۍ هڅو كښې به پاكستان سره مرسته روانه ساتؤ٬ آسيائي پرمختيائي بېنك
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار