اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) وزير مملکت حنا رباني کھر به د مئي په 13مه نيټه د اروپائي ائتلاف په دوېم انډو پېسفك فورم كښې ګډون لپاره د سټاك هوم سويډن سركاري دوره كوي۔ د خارجه دفتر ويانده لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې د خارجه چارو وزير مملكت د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو او د سلامتيا پاليسۍ لپاره د اعلٰې نمائنده جوزپ بوريل او د سويډن خارجه وزيرټوبياس بلسټروم په مشتركه بلنه دا دوره كوي۔ په فورم كښې به وزير مملکت په اهمو سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو د پاكستان نظر په ډاګه كوي او اروپائي ائتلاف سره تجارت، سرمايه کارۍ، ډيجيټل ټيکنالوجي، آب و هوا، ماحوليات٬ صحت او په رابطو كښې مرستې لپاره د امكاناتو جاج اخلي۔ حنا رباني کھر به په فورم كښې ګډون كوٶنكو مشرانو سره هم ملاقات كوي او د مرستې په وده اړخيزه چارو به د خيالاتو څرګندونه كوي
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ