كراچۍ 08 نومبر (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان وئيلي دي زده كوٶنكي د شوګر رنځ نه خبرولو لپاره په دې لړ كښې مضمون په نصاب كښې په شاملولو غور روان دے، په دې لړ كښې د تعليم وزارت سره مشاورت كېږي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ” ذيابيطس يو قامي چېلنج” په سرخط مكالمې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ډاكټر فېصل سلطان ووئېل “لږ خوراك٬ زيات ګرځېدل” يوه ساده او لنډه جمله ده چې پكښې صحت مند ژوند كولو لپاره مناسب طريقه بيان ده۔ ده ووئيل په هېواد كښې د بنيادي صحت نظام بهترۍ لپاره يو شمېر اقدامات روان دي٬ زمونږ په معاشره كښې صحت مندې هلې ځلې ختمې شوي كومې چې بيا راژوندۍ كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د شوګر په رنځ قابو موندلو لپاره د بېلو هڅو د لارې د صحت مند ماحول پېدا كولو وخت راغلے ۔ ده ووئيل په هېواد كښې د صحت نظام بهترۍ لپاره بدلونونه كوٶ٬ په پاكستان نرسنګ كونسل كښې بدلون كوٶ۔ ډاكټر فېصل سلطان ووئيل صوبه كښې د رنځورانو سهولت لپاره 1122 اېمبولېسن سروس پېل كول پكار دې۔ په دې موقع نورو پوهانو هم وېنا وكړه
د شوګر رنځ خبرتيا په اړه مضمون په نصاب كښې په شاملولو غور روان دے ۔ ډاكټر فېصل سلطان
مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena