د وزيراعظم په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه٬ د توشه خانه ډالو په قوانين كښې بدلون او د ټېكس پحقله د ځنډېدونكو مقدمو زر تر زره فيصله كولو لپاره د اپېلټ ټرېبونل ان لينډ ريونيو ( کنډيشنز آف سروس) رولز 2024 منظوري


اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) وفاقي کابينې د توشه خانه ډالو په قوانين كښې بدلون او د ټېكس پحقله د ځنډېدونكو مقدمو زر تر زره تر سره كولو لپاره د اپېلټ ټرېبونل ان لينډ ريونيو ( کنډيشنز آف سروس) رولز 2024 منظوري وركړې او په پاكستان الېكټرانك اېكټ 2016 كښې په بدلون مشاورت لپاره ئې سياسي چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار په مشرۍ كښې د خاص كمېټۍ جوړولو امر كړے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي کابينې غونډه د نهې په ورځ وشوه ٬ د غونډې په پېل كښې ګډون كوونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل تېره ورځ د آزاد جمو و کشمير د موجوده صورتحال پحقله غونډه كښې د اوسني صورتحال تفصيلي جاج اغستو نه پس د کشميريانو د مسئلو حل لپاره وفاقي حكومت د 23 اربه روپو منظوري وركړې۔ ده د آزاد جمو و کشمير معامله د خبرو د لارې د حل كولو پحقله د صدر آصف علي زرداري، د آزاد جمو و کشمير وزيراعظم چوهدري انوار الحق، د كشمير چارو وزير انجينئر امير مقام او د سياسي مشرانو او د سركاري چارواكو مننه وكړه ۔ دغسې وفاقي کابينې د قانون او انصاف وزارت په سفارش د اپيلټ ټربيونل ان لينډ ريونيو ( کنډيشنز آف سروس) رولز 2024 منظوري وركړه ٬ د دې قواعدو له مخې د دې ټربيونلز ممبرز به تعينات كولې شي او د دې ټربيونلز بنيادي مقصد د ټيکس پحقله د زير التواء مقدمو زر تر زره حل كول دي ۔ وفاقي کابينې ده توشه خانه ډالو په قوانين كښې د بدلون منظوري هم وركړې، د دې بدلونونو له مخې ھغه شيلډز، سووينيئرز او دغسې نورې ډالۍ كومې چې به وصول كوٶنكي د ځان سره ساتي ھغه به د وصول كونكې ادارې په ودانۍ كښې اېښودلې شي او ھغه به په باقاعدګۍ سره په رېكارډ ساتلې شي٬ د كتابونو ډالۍ به چې كوم وصول كونكې ځان سره ساتي٬ ھغه به د وصول كونكې په دفتر يا په پبلك لائبرېرۍ كښې ساتلې شي او د دغې به فهرست جوړولې شي، داسې ډالۍ چې د پاکستان د قوانين له مخې ممنوع دي٬ ھغه به د کابينه ډويژن لخوا د جوړې كړې شوې كمېټۍ په موجودګۍ كښې تلف كولې شي او دغسې د توشه خانه د ډالو اندازه لګولو لپاره د نجي څانګې د پوهانو اعزازيه كښې به هم اضافه كولې شي۔ دا خبره دې ياده وي د پی ډی اېم حکومت په دور كښې هغه وخت وفاقی کابینې د توشه خانه پالیسی 2023 منظوری وركړې وه چې له مخې ئې په صدر، وزیراعظم او د کابینې غړو پشمول په نورو سرکاری عهدیدارو د 300 امریکائي ډالرو څخه د زيات مالیت ډالۍ ترلاسه كولو بنديز لګولے شوے ؤ،د دې پالیسۍ ترمخه كوم هم پبلك آفس هولډر د 300 امریکائي ډالرو څخه د زيات مالیت ډالۍ ځان سره نه شي ساتلې ، 300 ډالره څخه د لږې بېعې ډالۍ د مروجه تګلاري له مخې به په روپو وركولو ترلاسه كيدې شي۔وفاقی کابینې د کابینه کمېټۍ لیجسلیټو کیسز 7 مئی 2024 د پريكړو توثیق هم كړے او د پاکستان الیکټرانك کرائمز ایکټ 2016 كښې بدلون لپاره د مشاورت په اړه ئې يوه خاص کمېټۍ د جوړولو سپارښتنه كړې چې پكښې به د اتحادي ګوندونو نمائندګان شامل وي او د دغې کمېټۍ مشري به د وزیراعظم د سیاسی چارو صلاحكار رانا ثناءالله کوي۔ وفاقی کابینې د قامی صحت وزارتِ په سفارش د کرك هیومینیټیرین ، د امریکې او جنید فیملی فاؤنډېشن او د امریکې د اړخه امېدوارو ميرمنو لپاره د ملټی مائیکرو نیوټریئنټس سپلیمنټس عطیه کړې 10 لكهه بوتلې د ټیکس او ډیوټی څخه د مستثنیٰ ګرځولو منظوری وركړې۔ وفاقی کابینې د قانون و انصاف وفاقی وزارت په سفارش د سرمایه کارۍ محتسب تعیناتولو قوانین شق 3(1)ای كښې د بدلون منظوری هم وركړې ، د دې بدلون له مخې د سرمایه کارۍ محتسب چوكۍ لپاره کامرس ، فنانس یا نور اړوندو څانګو كښې د ډګرۍ شرط لازم دے۔ دغسې وفاقی کابینې د اقتصادی رابطه کمېټۍ د 7 مئی 2024 په غونډه كښې د شوو پريكړو توثیق هم کړے