اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) پاكستان د ژمي موسم راتللو له امله په افغانستان كښې په بشري او د صحت په بحران قابو موندلو په غرض خپل ګامونه ګړندي كړي٬دې مقصد لپاره پاكستان افغانستان له د انساني خواخوږۍ په بنياد د پنځه اربه روپو د مرستې اعلان كړے او د سعودي عرب د اړخه رابللې شوي د او آئي سي خارجه وزيرانو غېر معمولي غوندې كوربتوب له ئې وړاندېز وركړے۔ په پوله كراسنګ پوائنټس باندې رنځورانو لپاره د مېډيكل ويزې آسانۍ او افغانستان له په هنګامي بنيادونو د داروګانو وركولو نه علاوه پاكستان افغانستان له د 50 كروړه روپو داروګانو وركولو اعلان هم كړے۔د پاكستان يو طبي ډله به جلال آباد٬لوګر او په كابل كښې د پاكستان په مالي مرسته د چلېدونكو درېو روغتونونو لپاره طبي آلات وركولو او د هغې خيال ساتلو له ډېره زر د افغانستان دوره وكړي۔چارواكو ووئيل د دې نه علاوه پوليو ايمونائزېشن پروګرام د مرستې ترمخه د پوليو ختمولو لپاره پاكستان د افغان هېلت كيئر نظام اداره جاتي تعمير او صلاحيت زياتولو لپاره تربيه وركولو ته هم اتفاق كړے دغسې د فارماسيوټيكل انډسټري يو پلاوې به په افغانستان كښې د ځايې داروګانو په جوړولو كښې مرستې لپاره هم د افغانستان دوره كوي۔د وزيراعظم عمران خان په اوسنو كښې د افغانستان لپاره د پنځه اربه روپو امدادي مرستې او 50 زره مېټرك ټنه غنمو٬طبي سامان٬د يخښنۍ موسم كښې د پناه ځايونو او نور سامان سمدستي ترسيل امر كړے ؤ ۔ده ټولو وزارتونو ته سپارښتنه كړې چې افغانانو له زياتې آسانۍ وركړي او پاكستان په مهمو افغان برآمداتو ټېرف او سېل ټېكس كښې د كمي اصولي منظوري هم وركړې۔وزيراعظم دا امر د نوې جوړ شوي افغان بين وزارتي رابطه سېل دورې په مهال كړې چرته چې هغه د اے آئي سي سي وړومي ايپكس كمېټۍ مشري كړې۔پاكستان د اسلامي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډې په17 دسمبر د كوربتوب كولو وړاندېز هم كړے چې پكښې به د افغانستان په تازه صورتحال د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔خارجه وزير وئېلي دي افغانستان د او آئي سي باني غړے دے۔بل خوا خارجه سېكرټري سهيل محمود تېره ورځ په دې خبره زور راوړے چې د اسلامي نړۍ د اجتماعي غږ په توګه بايد او آِئي سي د افغانانو سمدستي انساني او اقتصادي حاجتونو پوره كولو له كردار ترسره كړي۔د قامي سلامتيا صلاحكار معيد يوسف د خوراك څښاك څيزونه افغان چارواكو ته د سپارلو په موقع د افغانستان لپاره د پاكستان خاص استازې محمد صادق هم موجود وو۔دغسې د افغانستان د اړخه د انتظامي چارو نائب وزير قاري عنايت الله٬د پاك افغان پولې كوآرډينېټر قاري ثابت٬د مرستې دا سامان تر لاسه كړے۔په دې موقع معيد يوسف په خپل ټوېټس كښې وئيلي دي وزيراعظم عمران خان د افغان كوآرډينېشن سېل ايپكس كمېټۍ مشرۍ كولو سره د پولې دورې كولو او تجارت او رابطې لپاره د هر ډول خنډانو لرې كولو سپارښتنه كړې ده
پاكستان د ژمي راتللو له امله په افغانستان كښې په بشري او د صحت په بحران قابو موندلو لپاره خپل ګامونه ګړندي كړي
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria