انقره 01 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د سياه قلم انجينئرنګ پلاوي د كمپنۍ د صدر سنګيز اوزدمير په مشرۍ كښې د شورو په ورځ ليدلي۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال پلاوي د وزيراعظم په مشرۍ كښې د موجوده حكومت په پاكستان كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودې لپاره په اقداماتو د باور څرګندونه او د كمپنۍ لخوا سولر، ونډ، پن بجلي، ويسټ مينجمنټ او د هاٶسنګ په منصوبو كښې ژوره خوښي ښكاره كړه۔ د ملاقات په مهال په يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن