اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خ??ن خ??ص كسانو لپاره “صحت سهولت” پروګرام پېل كولو سره وئيلي دي چې د ټولنې د بې وسه طبقو خېرښګړه او د حقونو پالنه د رياست ذمه واري وي٬ د رياست مدينه وژن په رڼا كښې صحت سهولت او “احساس” پروګرام پېل كړې شوې٬ پاكستان كښې داسې اسلامي فلاحي رياست جوړول غواړو چرته چې رحم٬ انسانيت او انصاف وي۔ د خالي په ورځ په وزيراعظم آفس كښې د صحت سهولت پروګرام اجراء پحقله دستوره كښې د وفاقي كابينې غړو٬ لوړو پورو او د ژوند بېلا بېلو طبقو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون وكړو۔ د دستورې باقاعده ??ېل د قرآن پاك تلاوت سره وشو۔ په دې موقع د صحت انصاف كارډ د لارې د ټولنې بې وسه كسانو لپاره د وركړې شويو اس??ني?? پحقله دستاوېزي فلم هم وښودلې شو۔ وزيراعظم عمران خ??ن خ??ص كسانو كښې صحت سهولت كارډز ووېشل۔ د دې نه پس وزيراعظم عمران خ??ن د??تورې ته خپلې وېنا كښې ووئيل د خلقو پشان د قامونو هم وژن وي٬ پاكستان هم د يو وژن له مخې جوړ شوې٬ مونږ ترې لرې تللې يو۔ ده ??وئيل پاكستان له د مدينې رياست غوندې اسلامي فلاحي رياست جوړېدل ٶ د مدينې رياست د جديد وژن په بنياد جوړ شوې ٶ٬ د مدينې رياست د انسانيت او انصاف په اصولو جوړ شوې ٶ۔ ده ??وئيل د ټولنې د بې وسه طبقو مرسته او دوي لپاره موقعې پېدا كول د رياست ذمه واري وي۔ ده ??وئيل په بشري ټولنه كښې رحمدلۍ (زړه سواندي) ته ډېر فوقيت ترلاسه دے٬ زمونږ ذمه واري ده چې د لرې پرتو او د بې وسه طبقو مرستيال جوړ شو په دې لړ كښې احساس پروګرام د ډېر سوچ او د بشپړې تيارۍ نه پس پېل كړې شوې دې ٬ پاکستان د??سې رياست جوړول غواړو چرته چې رحم٬ انسانيت او انصاف وي۔ د دې نه وړاندې د وزيراعظم د قامي صحت خدمت خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا دستورې ته وېنا كولو سره ووئيل د اوسني حكومت په يو كال ترسره كېدو خاص كسانو لپاره د صحت سهولت پروګرام په اجراء د لوي څښتن مننه كوٶ٬ دا پروګرام خاص كسانو لپاره ډېر اهميت لري۔ ده ??وئيل وزيراعظم عمران خ??ن د عام وګړي آسانۍ پلو خاص پام ګرځولې دې او دا اقدام هم د دې سلسلې يوه كړۍ ده۔ ده ??وئيل نادرا سره د دوه لكه رجسټرډ كسانو له علاوه غير رجسټرډ خاص كسان هم صحت سهولت پروګرام څخه مستفيد كېدې شي٬ وزيراعظم عمران خ??ن د معاشي ستونزو باوجود احساس پروګرام لپاره 200 اربه روپۍ بېلې كړې دي۔ ده ??وئيل د 48 ضلعو د غربت د كرښې نه لاندې ژوند كوٶنكې ټولې كورنۍ د صحت سهولت كارډ د لارې درملنه كولې شي٬ د تھرپارکر ټولې كورنيو ته د صحت سهولت کارډ آسانۍ ترلاسه دي۔ ده ??وئيل مونږ د صحت خدمت د هر وګړي بنيادي حق ګڼو۔ په دې موقع ډاکټر ث??ني?? نشتر ووئيل معذوره كسانو لپاره په سركاري ملازمت كښې په دوه فيصده ??وټه په سختۍ سره عملدرآمد كېږي۔ دې ووئيل خاص كسانو لپاره په سركاري ود??ني?? كښې يوه فيصد كوټه بېلا كړې شوې ده٬ وزيراعظم د احساس پروګرام د پنځو نكاتو منظوري وركړې ده٬ د پروګرام له مخې به په راتلونكو څلور كلونو كښې يو كروړ كسانو ته سماجي تحفظ وركولې شي او 38 لکھ كسانو ته به د روزګار موقعې وركولې شي٬ يو كروړ كورنيو ته به صحت سهولت کارډز وركولې شي ٬ د احساس پروګرام له مخې به 5 لكه زده ??وٶنكو ته سكالرشپس وركولې شي او دغسې 60 لكه مېرمنو لپاره به د پالنې پروګرام پېل كولې
وزيراعظم عمران خان خاص كسانو لپاره “صحت سهولت” پروګرام پېل كړو
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات