کابل 19نومبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د کابل صدار??ی محل ته رسيدلے چرته چې افغان صدر اشرف غنی د وزیراعظم عمران خان او د هغه د پلاوي هركلے وك??و۔ صدار??ی محل ته په رسيدو وزیراعظم ته د افغانستان وسله والو ډلې ګار?? آف آنر وړاندې كړو۔ په دې موقع دواړو هېوادونو قامي سردونه وغږولے شول او دې نه پس وزیراعظم د افغان صدر سره د ګار?? آف آنر څارنه وك??ه۔دغسې بيا افغا ن صدر اشرف غنی او وزیر اعظم عمران خان يو بل سره خپل خپل پلاوي معارفي كړل ۔ صدار??ی محل كښې د وزیراعظم په اعزاز كښې رسمي د هر كلي دستوره وشوه۔دې څخه وړاندې کابل ته په رسيدو افغان خارجه وزير محمد حنیف اتمر او د افغان صدر پاكستان لپاره خاص استازي محمد عمر دائودزئی او سینئر ??ارواكو د وزیر اعظم عمران خان او د هغه د پلاوي هركلے وك??و۔ افغانستان كښې د پاکستان سفیر منصور احمد خان او د پاکستان سفارت چارواكي هم په دې موقع موجود وؤ۔ خارجه وزير شاه محمود قریشی ، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، ډی جی آئی اېس آئی لیفټیننټ جنرل فیض حمید، خارجه سيكرټري سهیل محمود، افغانستان لپاره خاص نمائنده محمد صادق او سینئر ??ارواكي هم د وزیراعظم سره ملګري دي۔
وزیراعظم عمران خان د کابل صدارتی محل ته ورسيد
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر