اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ نائب صدرې مريم نواز وئيلي دي كه مراسله سياسي معامله وه نو عمران خان د قامي سلامتيا كمېټې ته ولې وړله، عمران خان خپل سياست ځلولو لپاره د پاكستان د سلامتيا ادارې په داٶ لګولې دي، كه مونږ د پي ټي آئي د آئي اېم اېف لوظنامه عملي نه كړه نو هېواد به ډيفالټ شي. د زيارت په ورځ په اسلام آباد هائي كورټ كښې د وړاندې كېدو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې مريم نواز ووئيل كه مونږ د پي ټي آئي د آئي اېم اېف لوظنامه عملي نه كړه نو هېواد به ډيفالټ شي، د پي ټي آئي د لوظنامې له مخې به نن د پېټرول بېعه درې سوه روپې لېټر وه. هغې ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف حكومت د پېټرول په بيعه كښې د خپله ځانه يوه پېسه هم نه ده زياته كړې، عمران خان په تللو تللو كښې چې كومه تباهي كړې، د دې نه په وتلو كښې به مياشتې يا كلونه لګي. د پخواني صدر پروېز مشرف د بېرته راتللو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې مريم نواز ووئيل د نواز شريف ټويټ يوازې په انساني بنيادونو ؤ . نواز شريف د ډېر لوي زړه مظاهره كړې. هغې ووئيل نواز شريف د حكومت برخه نه دے، هغه په ذاتي حيثيت خبره كړې ده.
كه مراسله سياسي معامله وه نو عمران خان د قامي سلامتيا كمېټې ته ولې وړله، كه مونږ د پي ټي آئي د آئي اېم اېف لوظنامه عملي نه كړه نو هېواد به ډيفالټ شي. د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ نائب صدر مريم نواز خبريالانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ