اسلام آباد 08مارچ (اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي په هېواد كښې د رنځونو بوج او خطرو كمولو لپاره د احتياطي تدابير په اهميت زو راوړولو سره وئېلي دي د پاكستان د روغتيا څانكه د 22 كروړ آبادۍ ضروريات پوره كولو متحمل نه ده٬په دې تناظر كښې د لويو او وړو رنځونو مخ نيوي ته پام كول ضروري دي۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د دې خيالاتو څرګندونه د آزاد جمو كشمير مېډيكل كالج مظفرآباد(اے جي كے اېم سي)زده كوونكو سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې هغه سره ملاقات كولو ۔صدر د زده كوونكو هركلي كولو سره وئيلي دي نړۍ ډېره په تندۍ سره بدلېږي او د هېواد تعليمي نظام د زده كوونكو تجزياتي صلاحيتونه ښه كولو پلو پام لرنې سره د بدلو شوو حالاتو له مخې سموبو ته ضرورت دے۔ده ووئيل زده كوونكو له خپل آئي ټي مهارتونه ښه كول پكار دي ځكه چې آئي ټي د ژوند په هره څانګه كښې په پراخه توګه كارولې كېږي۔ده ووئيل پاكستان د نرسانو د كمي صورتحال سره مخ دے ځكه چې پاكستان ته د 9 لكه نرسانو ضرورت دے او دا مهال په هېواد كښې يواځې 2 لكه نرسانې كار كوي كومې چې د زياتې شوې آبادۍ د روغتيا ضروريات پوره كولو نه قاصره دې۔د تعليم په اهميت زور راوړولو سره صدر مملكت ووئيل د صحيح تعليم نه بغېر پرمختګ نشي كېدې٬زده كوونكي دې محنت وكړي او د انسانيت خذمت لپاره دې خپله پېشه جاري اوساتي۔په دې موقع صدر د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د هند غېر قانوني قبضې لاندې د مقبوضه جمو كشمير اولس حق خود اراديت تر ترلاسه كولو له د هغوي اخلاقي او سفارتي ملاتړ جاري ساتلو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔د اے جے كے اېم سي پرنسپل پروفيسر ډاكټر ملازم حسېن بخاري صدر په كال 2011 كښې د خپل قيام نه پس زده كوونكو ته د مېډيكل تعليم په رسنه كښې د كالج د كردار نه خبر كړو۔ده ووئيل كالج د سېلاب ځپليو سيمو خلقو لپاره 2 كروړه روپۍ عطيه كړي او په دادو ضلع كښې د ځپليو لپاره 32 كورونه هم جوړېږي
د لويو او وړو رنځونو مخ نيوي ته پام كونه ضروري ده ۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د آزاد جمو كشمير مېډيكل كالج مظفرآباد زده كوونكو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت