اسلام آباد۔13اپرېل(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په نوشكي كښې د مسافرو بې رحمۍ سره د وژلو سخته غندنه كولو سره په دې پېښه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ایوانِ صدر پرېس ونګ لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل بې ګناه وګړي په نښه كول د قوم خېر خواه كېدې نه شي٬ ټول قام د ترهګرۍ ناپاكه ارادې مسترد كوي۔ صدر مملكت ووئيل د امنيتي ځواكونو په مرسته قوم د ترهګرو د بشپړه خاتمې عزم لري۔ صدر مملكت غمجنيو كورنيو سره خواخوږي او په حق رسېدليو له د بخښنې دعا وكړه۔ صدر مملك پسماندګانو له د صبر او زغم دعا هم وكړه۔
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن