اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي ) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلې دي د وفاقي كابينې د انکم ټېکس آرډيننس كال 2001ء كښې د بدلون منظوري وركولو نه پس په وړومبي ځل بلډرز او ډوېليپرز لپاره فكسډ ټېكس رجيم معرفي كولې شي٬ مربع فټ او يو مربع ګز په بنیاد به فکسډ ټیکس نافذ وي ، د سيمنټ او اسټيل نه علاوه به په نور مټيريل ودهولډنګ ټيکس نه وي ‘ بلډرز او ډويلپرز به چې څومره ټېكس وركوي د ھغې لس چنده آمدن او منافع كرېډټ به وصولولې شي٬ ميډيا دې د كرونا وا??رس په ضد جنګ او په اولس كښې شعور بېدارولو لپاره د خپل سكرين د لارې پېغام عام كړي ‘ د کرونا وا??رس يوازنې علاج احتياط دے‘ روانه اوونۍ كښې ډاكټرانو او طبي عملې ته د ذاتي تحفظ لپاره آلات (پي پي اېز) د وركولو عمل به بشپړ كړې شي ‘ بل پړاٶ كښې به خ??ري??لانو او ميډيا وركرز ته پي پي ايز وركولې شي۔ دا خبرې د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې فرودس عاشق اعوان د جمعې په ورځ په نېشنل پرېس كلب كښې د ميډيا ادارو كښې د ذاتي تحفظ آلات (پي پي ايز) وېشلو دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په د?? موقع د پاکستان نېشنل هارټ اېسوسي اېشن (پناہ) عمومي سېكتر ثناء اللہ ګھمن٬ د نېشنل پرېس کلب او خ??ري??لانو تنظيمونو عهدېدار هم په دستوره كښئ موجود وو۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د ميډيا تنظيمونو او د پرېس کلب انتظاميې د خ??ري??لانو په ستونزو د پوهېدو سره عملي ګام پورته كول دا عكاسي كوي چې كله هم په قام سخت وخت راغلې نو د دې قام ټولې طبقې د يو بل په طمعه كېدو په ځائ تر خپله وسه د يو بل مرسته كړې ده ۔ زه د قام دې هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ دې ووئيل دا مهال د كرونا په ضد موثره او د هر اول دستې کردار زمونږ ميډيا ترسره كوي٬ د ميډيا وركران د خپل ځان پرواه كولو نه غېر هر ځائ ته ځان رسوي چرته چې د كرونا ځپليو خپل خپلوان هم موجود نه وي۔ دې ووئيل خ??ري??لان او ميډيا وركرز خپلې ذمه وارۍ په ديانتدارۍ سره اد?? كوي ۔ دې ووئيل ګرده نړۍ كښې لوے لوے برجونه چې د صحت سامان ٬ ريسرچ او جديد لېب ورسره وې د دې وباء په وړاندې بې وسه دي۔ دې ووئيل ميديا دې په دوه محاذونو د حكومت مرستياله شي يو د كرونا په ضد جنګ كښې د اولس شعور بېدارولو لپاره د خپل سكرين د لارې پېغام عام كړي او د دي وباء په ضد په فرنټ لائن جنګېدونكو ډاكټران او د طبي عمله چې كوم جهاد كوي ميديا دې د هغوي د خدمات ستائنه وكړي ځكه چې ډاكټران او طبي عمله د مرګ په محاذ مرګ له ماتې وركوي۔ دې ووئيل د وړاندې نه په سونزو كښې راګېره ميديا د وا??رس له امله زياته ځپلې كېږي٬ حكومت خپل ريليف پېكج كښئ د ميديا وركرانو شاملولو لپاره مشاورت كوي٬ زما دا ذمه واري ده چې په موثر فورم د ميديا غږ رامخې ته كړم او د مسئلو او ستونزو مخنيوې وكړم۔ دې ووئيل خ??ري??لانو او ميډيا وركز ته د كټس وركولو د وزارتونو په وېډيو کنفرنس كښئ پرېكړه شوې٬ خ??ري??لانو لپاره يو اپېليكېشن دژر كړې شوې چې پكښې به د كرونا وا??رس ځپلې خ??ري??لانو او د ھغوي د كورنۍ ډېټا جمع كېږي
اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا