اسلام آباد۔16 فروری(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف زلزله ځپليو سره د يووالي څرګندونې له د فرورۍ په 16مه او 17مه نېټه د تركيې دوره كوي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به په انقره كښې د تركيې صدر رجب طيب ايردوان سره ملاقات كوي او د زلزلې د لاسه په شوي قيمتي ځاني زيان به هغه سره غمرازي او د پاكستاني اولس لخوا د يو والي څرګندونه كوي۔ وزيراعظم به په دې سخت وخت كښې د تركيې اولس سره اوږه په اوږه د ودرېدو او د مرستې په روانو هڅو كښې بشپړه برخه اخستلو له د پاك پوځ د عزم پخلې كوي۔ وزيراعظم به په سوئېلي تركيه كښې د زلزله ځپليو سيمو دوره هم كوي او په سيمه كښې تعينات پاكستاني سرچ اېنډ رېسكيو ډلو او زلزله ځپليو سره خبرې اترې هم كوي۔ په سوئېلي تركيه كښې د تباهي خپرونكې زلزلې په تناظر كښې وزيراعظم د فرورۍ په شپږمه نېټه صدر رجب طيب ايردوان سره ټېليفوني خبرې اترې كړی وې او هغه ته يې د رېسكيو او رېليف هڅو كښې د هر ممكنه مرستې باور وركړې و۔ د پاكستان لخوا د خپلو ترك وروڼو خوئېندو مرستې لپاره ټول ترلاسه وسائل په بشپړه توګه متحرك كړې شوي دي۔ وزيراعظم په ذاتي توګه د مرستې هلو ځلو څارنه كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې پاكستان او تركيه د ورورولۍ اړيكې لري٬ دواړه هېوادونه د هر ازمېښت او مصيبت په وخت كښې يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ پاتې شوي دي۔ په تركيه كښې د فرورۍ په شپږمه نېټه په تركيه كښی د راغلې زلزلې د لاسه د زرګونو په شمېر كسان په حق رسېدلې دي
وزيراعظم زلزله ځپليو سره د يو والي څرګندونې له نن د تركيې دوه ورځنۍ دوره كوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو