كراچي 03 اګست (اے پی پی)د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شيري رحمان وئېلي دي دا وړومبۍ موقع ده چې وفاقي حكومت په صوبو كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپار?? آن ګراؤنډ كار كوي۔د كراچۍ كمشنر په دفتر كښې د سندھ په سېلاب ځپليو د شورو په ورځ د چېكونو تقسيمولو دستورې ته د وېنا كولو په مهال دې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د سېلاب له ا??له د ځاني او مالي زيان جائزې اخستلو له د فلډ رېليف لپاره يوه كمېټي جوړه كړې۔دې ووئيل اوس ځپليو كسانو ته د لس لس لكه روپو چېكونه وركولې شي او د سندھ نورو او بلوچستان ځپليو ته به هم ډېر زر معاوضه وركړې شي۔دې ووئيل ټول سياسي ګوندونه ا?? اسټيك هولډرز د ځپليو كسانو مرستې لپاره يو دي۔د وزيراعظم لخوا جوړې كړی كمېټۍ د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړی۔دې ووئيل د سېلاب له ا??له 47 كسان مړه شوي او 18 زره كورونو ته زيان رسېدلے ٬دغسې د 9 لكه ا??كړ فصلونو نه علاوه څاروو ته هم زيان رسېدلے چې د كومو خلقو كورونه مكمل تباه شوي هغوي ته پنځه لكه ا?? د چا كورونو ته چې لږ زيان رسېدلے هغوي له به دوه نيم لكه روپۍ معاوضه وركولې شي۔ دې ووئېل د سېلاب له ا??له د 528 څخه زياتو سړكونو ته زيان رسېدلے او 44 وړوكې او لويې پلونه لوېدلې دي۔دې ووئيل د پشكا بارانونو په مهال په كراچۍ كښې نزدې 600 ميټره ب??ران شوے۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ غړي مي?? عامر علي خان مګسي هم موجود ؤ
دا وړومبۍ موقع ده چې وفاقي حكومت په صوبو كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره آن ګراؤنډ كار كوي۔وفاقي وزيره شيري رحمان
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ