اسلام آباد۔25مارچ (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د سوئيلي پنجاب صوبې جوړولو آئيني بدلون بل د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ته وړاندې كړو۔ د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم سوري هم په دې مهال موجود وو۔ خارجه وزير سپيكر ته خواست وكړو چې دا بل دې د ګل په ورځ كېدونكې د قومي اسمبلۍ غونډې په ايجنډا كښې شامل كړې شي۔ سپيكر د خارجه وزير په خواست دا بل د ګل په ورځ كېدونكې د قومي اسمبلۍ غونډې په ايجنډا كښې د شاملولو امر وكړو۔ خارجه وزير ووئيل د سوئيلي پنجاب صوبې جوړېدل د پاكستان تحريك انصاف د منشور برخه ده٬ ده ووئيل وزیر اعظم عمران خان د مېلسي په اولسي رابطه غونډه كښې د سوئيلي پنجاب آئيني بدلون بل پارليمنټ ته د راوړلو اعلان كړې وو۔ ده ووئيل د وزيراعظم په هدايت ما آئيني بدلون بل د قانون وزارت له منظورۍ څخه وروستو د قومي اسمبلۍ سپيكر ته وړاندې كړې دې۔ ده زياته كړه چې نن وزيراعظم عمران خان او پاكستان تحريك انصاف د سوئيلي پنجاب اولس سره كړې يوه بله وعده ترسره كړې ده۔
خارجه وزير شاه محمود قرېشي د سوئيلي پنجاب صوبې جوړولو آئيني بدلون بل د قومي اسمبلۍ سپيكر ته وړاندې كړو
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی