د پنجاب حکومت مالي كال 25-2024 لپاره د 5446 اربه روپو ټيکس فري سرپلس بجټ وړاندې كړو٬ مجتبيٰ شجاع الرحمن بجټ وړاندې كړو


لاهور 13 جون (اے پي پي) د پنجاب حکومت مالي كال 25-2024 لپاره د 5446 اربه روپو حجم ټيکس فري سرپلس بجټ وړاندې كړو٬ د خزانې صوبائي وزير مجتبي ٰشجاع الرحمن د زيارت په ورځ صوبائي بجټ وړاندې كولو ٬ په بجټ كښې د ټيکس ريونيو په مد كښې د وصولو اندازه 488.432 اربه روپۍ لګولې شوې او د نان ټېكس ريونيو په مد كښې 802.560 اربه روپو نه زياتې د بېلولو تجويز وركړے شو٬ د مجموعي آمدن اندازه 4643 اربه 40 کروړ روپۍ لګولې شوې ، وفاق څخه به د اېن اېف سي په مد كښې د قابل تقسيم محاصل څخه پنجاب ته د 3683 اربه 10 کروړ روپۍ ترلاسه كېږي او د صوبائي محصولات په مصد كښې د تېر كال څخه 54 فيصده اضافې سره 960 اربه 30 كروړه روپۍ اندازه لګولې شوې چې پكښې د پنجاب ريونيو اتھارټۍ څخه 25 فيصده اضافې سره 300 اربه روپۍ٬ بورډ آف ريونيو څخه 6 فيصده اضافې سره 105 اربه روپۍ او د محکمه ايکسائز څخه 25 فيصده اضافې سره 57 اربه روپۍ محصولات تر لاسه كول متوقع دي۔ د خزانې صوبائي وزير ووئيل د نان ټيکس ريونيو په مد كښې د راتلونكي مالي كال په مهال 111 فيصده اضافې سره 488 اربه 40 کروړ روپۍ اندازه لګولې شوې ۔ ده ووئيل د راتلونكي مالي كال په مهال به د تنخاګانو په مد كښې 603 اربه لس كروړه روپۍ٬ د پنشن په مد كښې 451 اربه 40 کروړ روپۍ او د ځائي حكومتونو لپاره 857 اربه 40 کروړه روپۍ د بېلولو تجويز لرو ۔ ده ووئيل د راتلونكي مالي كال په مهال د اے ډي پي حجم 842 اربه روپۍ تجويز شوے كوم چې د پنجاب په تاريخ كښې لوئي پرمختيائي پروګرام دے او په ماضي كښې د اے ډي پي په مد كښې دومره لوئي پرمختيائي پروګرام نه دې ساتلے شوے كوم چې زمونږ د راتلونكي مالي كال د پنځه كلن انقلابي ترجيحات عكاس دے۔ ده ووئيل د سږ كال 655 اربه روپو د پرمختيائي بجټ په نسبت دا بجټ 28 فيصده زيات دے او د مجموعي پرمختيائي بجټ 33 فيصده سوشل سېكټر٬ 29 فيصده انفراسټرکچر، 13 فيصده پيداوري څانګې او د خدمات څانګې لپاره 5 فيصده د بېلولو تجويز دے او نورو پروګرامونو او خاص اقدامات لپاره 20 فيصده پرمختيائي بجټ د بېلولو وړاندېز لرو ۔ د خزانې صوبائي وزير ووئيل د پنجاب د راتلونكي مالي كال په بجټ كښې د تعليم، صحت، واټر سپلائي اينډ سيني ټيشن، وويمن ډويلپمنټ، سپورټس اينډ يوتھ افيئرز، بهبود آبادي او د سماجي تحفظ غوندې مهمې سماجي څانګې لپاره په مجموعي توګه 280 اربه 65 کروړ روپۍ ريکارډ پرمختيائي روپۍ بېلول دي كومې چې د مالي كال د بجټ 33 فيصد دي ۔