اسلام آباد۔24مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي په لاهور كښې په پوليس اهلكار ډزې كېدو سره له سرې كرښې تجاوز شوې٬ ميډيا دې د سياسي فعاليتونو كورېج وكړي خو د شرپسندۍ ٬ تشدد او د خپرونكو فعاليتونو دې بائيكاټ وكړي٬ وزيراعظم شهباز شريف د معيشت او اولس حفاظت لپاره د خپل عزم څرګندونه كړې ده٬ د پاكستان د معيشت او اولس حفاظت لپاره د رېډ لائن لګولو وخت راغلې دې٬ د معيشت بحالۍ او اولس ته د ريليف وركولو په لاره كښې مو سره كرښه راكښلې دې ٬ چاته به دې نه د تجاوز كولو اجازه وركولې نه شي۔ د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل د پاکستان د معاشي خپلواكۍ بچ كولو په جنګ كښې كاميابۍ لپاره سياسي استحكام ته اړتيا ده۔ دې ووئيل د پاكستان تباه كوؤنكو ته به اجازه وركولې نه شي چې هغوي پاكستان نور هم تباه كړي٬ د معيشت او د اولس د حفاظت به كومه سودا كولې نه شي۔ وفاقي وزيرې ووئيل معيشت چې كله هم ټېك آف كوي نو د عمران صاحب شرخوښي ددې په لاره كښې خنډ جوړېږي۔ دې ووئيل سي پېك راغلو ٬ ستر ملګري شي جن پنګ د پاكستان دورې كولو اعلان وكړو نو دلته د دھرنې اعلان وكړې شو۔ نن مو د پاكستان د معيشت بحالي او اولس ته ريليف وركول پېل كړي دي ٬ كومه لاس وهنه به زغملې نه شي۔ د معيشت او اولس ريليف يو نكاتي ايجنډا ده د دې به كومه سودا كولې نه شي او نه به په دې كوم بريد زغملې شي۔ دې ووئيل نن به اولس له هم دا پرېكړه كول وي چې د غلو او فساديانو ټولګي سره ودرېدل دي يا د هېواد تعمير سره۔ د اولس ترجيح تعمير ٬ پرمختګ او سوكالي ده۔ دې ووئيل په هېواد كښې د معيشت بحالي ٬ په ګرانۍ كښې كمي او د روزګار بحالي به كوم سازش سره مخ كېدو ته پرېښودلې نه شي
په لاهور كښې په پوليس اهلكار ډزو سره له سرې كرښې څخه تجاوز شوې٬ معيشت او اولس بچ كولو له د رېډ لائن لګولو وخت راغلې دې٬ د اطلاعاتو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس