اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې د اېن آئي اېچ په كاركردګۍ قوم فخر كوي، د قومونو په پرمختګ كښې تعليم يافته خلقو كردار ډېر مهم دے. ده دا خبرې د نهې په ورځ په اېن آئي اېچ كښې د پاك وېك واكسين لانچنګ دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. ده ووئيل چې وفاق ټولو صوبو سره په ګډه د روغتيا څانګې بهتېر لپاره 60 اربه روپې خرڅ كوي. ده ووئيل چې د الله تعالٰی شكر دے چې په پاكستان كښې د كورونا حالات د نورو هېوادونو نه ډېر ښه دي، اېن سي او سي صوبو سره په ګډه ډېر مهم كردار ترسره كړے. ده ووئيل چې زمونږ په منطقه كښې هند د آكسيجن كمي سره مخ شوے، د كورونا په سخت صورتحال كښې مو په بيړنې توګه د دوه زره بېډز انتظام وكړو. وفاقي وزير اسد عمر ووئيل چې ناروغي كوم مذهب او كورنۍ نه ګوري، د ستونزې حل لپاره په سمدستي توګه پرېكړې كولې شي. ده ووئيل چې د كورونا وائرس ټولې نړۍ لپاره يو ډېر لوي چېلنج و، د الله كرم دے چې د نورو هېوادونو په نسبت په پاكستان كښې صورتحال ښه و. ده ووئيل چې هغه قومونه پرمختګ كوي چرته چې په علم كښې اضافه كېږي. په دې موقع ډاكټر فېصل سلطان په خپله وېنا كښې ووئيل چې په راتلونكو يو څو كلونو كښې به د واكسين مكمل پېداوار په پاكستان كښې كېږي. ده ووئيل چې په اېن آئي اېچ كښې 7 ادارې كار كوي. هېواد نېشنل هېلتھ ډېټا سنټر ته سخت ضرورت لرلو، يو نوے قانون د منظورې د پړاٶ څخه تېرېږي. ده ووئيل چې د نظام ښه كولو په هر چېلنج كښې موقع وي. د اېن آئي اېچ د عروج وخت راغلے. ده ووئيل چې چين سره مونږ ژوره دوستي لرو، د كورونا په صورتحال كښې هم هم چين دوستي پاللې
د اېن آئي اېچ په كاركردګۍ قوم فخر كوي، د قومونو په پرمختګ كښې تعليم يافته خلقو كردار ډېر مهم دے. د وفاقي وزير اسد عمر
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria