اسلام آباد 20 نومبر(اے پي پي) د پاك افغان كوآپرېشن فورم ترسيوري لاندې د افغانستان په خوست ولايت كښې په فري آئي كېمپ كښې د 1820 رنځورانو معائنه او 219 آپرېشن وكړے شول. فورم د نومبر د 18مې نېټې نه تر 20مه نېټه خوست كښې فري آئي كېمپ لګولې و ، دوهم كېمپ به د نومبر د 22مې نېټې نه تر 24مه نېټه د كابل په جناح روغتون كښې لګولې شي. د افغانستان د لرې سيمو خلقو د كوم فيس نه بغېر د پاكستاني سرجن لخوا په علاج د اطمينان څرګندونه كړې. د فورم له مخې ژمې راروان دے او په افغانستان كښې د روغتيا په ستونزو كښې د اضافې اندېښنه ده. د نړيوالې ټولنې ذمه وارې ده چې هغه د انساني خدمت په بنياد وړاندې راشي او په افغانستان كښې كار وكړي.
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria