پېنډۍ 22 مئي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل سید عاصم منیر د م??ي ??ه 25مه نيټه د ” يوم تكريم شهدا پاكستان” لمانځلو اعلان كولو سره وئيلي دي قوي پوځ د هېواد د سلامتيا او اتحاد ضامن وي٬ د شهيدانو قربانۍ او د غازيانو خدمات زمونږ قېمتي اثاثه او د افتخار سرمايه ده ٬ پاك پوځ ادارې سره د منسلك هر كس او د هغه كورنۍ تل ياد ساتي او زمونږ دا رشته د كورنۍ په توګه د وياړ وړ او مثالي ده، د پاك پوځ هر عسكر او افسر د ټولو سيمه ايزو٬ لساني٬ سياسي تعصبات او د امتیازات نه پرته صرف او صرف خپله وظيفه او ذمه وارۍ مقدم ساتي۔ ده دا خبر?? د ??ل په ورځ په جنرل هیډ کوارټرز پېنډۍ كښ?? د شهيدانو او غازيانو په درناوي كښ?? د اعزازات وركولو دستورې ته خپلې وېنا كښ?? كړې۔ د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر جنرل سید عاصم منیر د آپریشنز په مهال په مړانه او قام لپاره په شاندار خدمات د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو ته پوځي اعزازونه وركړل٬ 51 افسرانو ته ستارہ امتیاز(ملټري)، 22 افسرانو او ځوانانو ته تمغه بسالت او دوو ځوانانو ته د ملګرو ملتونو لخوا مېډل ??ركړے شول۔ په دستوره كښ?? په لويه شمېره د پاك پوځ سنيئر چارواكو او د شهيدانو كورنيو ګډون وكړو۔ سرلښكر ووئيل د شك نه غېر د شهيدانو د فرض شناسۍ او د عظیمو قربانیو په طفېل مونږ په يوه آزاده فضا كښ?? ژوند كوٶ۔ سرلښكر په دې وروستيو كښ?? په پوځي تنصیبات، یادګارونو او د شهيدانو په حرمتونو بريدونه ډېر د افسوس وړ ګرځولو سره ووئيل دا بريدونه د برداشت وړ نه دي
د مئي په 25مه نيټه د ” يوم تكريم شهدا پاكستان” لمانځلو اعلان٬ قوي پوځ د هېواد د سلامتيا او اتحاد ضامن وي۔ د پوځ سرلښكر جنرل سید عاصم منیر
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے