اسلام آباد 04 جون (اے پي پي﴾ د قومي اداره صحت﴿اېن آئي اېچ﴾ پوهانو وئيلي دي چې د منكي پاكس څخه ځپل شوي كسان دې خپل ځان په كورونو كښې يوازې وساتي، دا د چكن پاكس نه كم خطرناك دے او په پاكستان كښې تر اوسه د منكي پاكس زيات كېسونه نه دي رامخې ته شوي.د اېن آئي اېچ لېبارټري كوآرډينېټر نازش بدر په خپله يوه مركه كښې ووئيل چې د چېچك او چكن پاكس علامات ډېر د منكي پاكس په شان دي چې پكښې تبه، د سر درد، په پټو كښې درد ، ستړې كېدل او په څرمن داغونه شامل دي. هغې ووئيل چې اولس دې نه يرېږي او د رنځورې په اړه افواګانو ته دې خيال نه كوي.
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم