اسلام آباد ۔ 01 مارچ (اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي د پاكستان او نورو غړو هېوادونو باور ترلاسه كولو نه غېر د سشما سوراج او آئي سي غونډې ته بلل د افسوس وړ دي۔ پاكستان په نړۍ كښې د ځانله كولو هڅو كښې بوخت مودي سركار چې په نړيوال ګډر د كومې ماتې سره مخ شوې د دغې سبب د هند بې بنسټه ډنډورې دي۔ د وزیراعظم عمران خان لخوا د هندي پائيلوټ د خوشې كولو حكم منطقه ك??ې د امن په ځائې كولو پلو يو لوئې ګام دے?? پاكستان د خېر سګالۍ جذبې څرګندونه كولو سره ثابت كړې چې پاكستان منطقه ك??ې امن غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل اګر چې هند د پاكستان د پولو خلاف ورزي كړې ولې د پاكستان تدبر لرونكې مشرتابه معامله اوږده نه ك??ه او د زيركتيا څرګندونه ئې وكړه۔ د وزیراعظم عمران خان لخوا د خېر سګالۍ جذبې ترمخه د هندي پائيلوټ د خوشې كولو حكم به منطقه ك??ې د امن په ځائې كولو پلو يو ګام وي۔ وفاقي وزير د هندي پائيلوټ د خوشې كولو امر د پاكستان اخلاقي فتح ګرځولو سره ووئيل د وزيراعظم عمران خان دې پرېكړې ته په ټوله نړۍ كښې د قدر په نظر كتلې شي او نړيوالې ميډيا د پاكستان وزيراعظم له د امن سفير خطاب وركړې۔ بلخوا هندي حلقې د دې ګام په غېر متوقع ولې مثبت ګرځولو مجبور شوي ۔ غلام سرور خان ووئيل د پاكستاني مشرتابه غوره حكمت عملۍ په سبب جنګي محاذ سره سره په سفارتي محاذ هم پاكستان تاريخي كاميابي ترلاسه ك??ې۔ ده ووئېل پاكستان په فعاله ډول خپل موقف نړۍ ته وړاندې كړو او د كشمير مسئله ئې رامخې ته ك??ه چې لامله ئې د كشمير د پخوانۍ ??سئلې د سولييز حل لاره هوارېدل په نظر راتلل پېل شوي ۔
د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان خبريالانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha