اسلام آباد۔22فروری(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې پاكستان د كوم مخصوص بلاك برخه جوړېدو په ځائې د روسيه په شمول ټولو هېوادونو سره تجارتي اړيكو كښې خوښي لري ٬ مونږ غواړو چې د يوكرېن مسئله په سوله ييز ډول حل كړې شي٬ زه د طاقت په ځائې د مذاكراتو د لارې د مسئلو د حل كولو قائل پاتې شوې يمه ٬ د پاكستان او هند ترمينځه بنيادي مسئله د كشمير ده٬ ?? پرمختګ كوؤنكو هېوادونو پېسه واپس كولو له به پرمختګ كړې هېوادونو له قانون جوړول وي٬ د پېسې غېر منصفانه وېش او مني لانډرنګ يو لويې چېلنج دے٬ تر كومې چې ته د خپلو تېروتنو نه زده كړه ونكړې ته وړاندې تللې نه شې۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ روسي ټي وي آر ټي سره مركه كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل په تېر وخت كښې پاكستان ته د بلاكس سياست زي??ت زي??ن رسولې دے ٬ دا تېروتنه بايد تكرار نه كړې شي۔ په تېر وخت كښې سوړ جنګ ګرد نړۍ خپله ولقه كښې اخستې وه ٬ پخوا پاكستان د امريكا د ډلې غړې وو ٬ د روسيه چين او امريكا په شمول د ټولو قوتونو ترمينځه مرسته د ټول انسانيت په ګټه ده۔ وزیراعظم ووئيل ماحولیاتی آلودګی يو لويې چېلنج دے چې ورسره نړۍ ځپلې كېږي۔ پاكستان د دې مخنيوي له ګامونه پورته كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د واكمنو د كرپشن د لاسه ادارې تباه كېږي۔ هغه ووئيل د مني لانډرنګ او د پېسې غېر منصفانه وېش سره بې وزلي سوا كېږي٬ د هېواد پېسه بهر ته منتقل كېدل تباهي ده۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې ?? پرمختګ كوؤنكو هېوادونو پېسه واپس كولو له به پرمختګ كړې هېوادونو له قانون جوړول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل افغان كډوالو ته پاكستان پناه وركړه، بهرنۍ مرسته يو لعنت دے ٬ دې لپاره هېوادونو له ناوړه پرېكړې كول وي۔ تر څو مو له خپلو تېروتنو څخه زده كړه نه وي كړې تاسو وړاندې تللې نه شۍ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د کورونا د لاسه د ګردې نړۍ معيشت ځپلې شوې دې۔ هغه ووئيل زه د معاملاتو د پوځي حل په ځائۍ په مذاكراتو باور لرم او هم له دې كبله د افغانستان خلك د لسيزو نه ستونزو سره مخ پاتې شوي دي۔ هغه ووئيل شخړې بې وزله هېوادونو لپاره ناوړې نتيجې رامخې ته كوي كوم چې د كورونا نه وړاندې بې وزلۍ سره مخ دي۔ د روسيه خپلې دورې په اړه وزيراعظم ووئيل پاكستان روسيه سره غوره اړيكې غواړي او هغه د روسيه دورې ته سترګې په لار دې۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د ګاز كمي سره مخ دې٬ د روسيه په كمپنۍ د امريكائي بندېزونو د لاسه نارتھ سائوتھ ګاز پائپ لائن تاخیر سره مخ دې۔ هند سره داړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د پاكستان او هند ترمينځه اصل مسئله د كشمير مسئله ده۔ كله چې ما اقتدار په لاس كښې واخست نو هند ته مې د مذاكراتو بلنه وركړه۔ هند كښې د فاشسټ نظريات لرونكې ګوند حكومت دې٬ هند بايد د خپل اولس د بې وزلۍ نه ويستلو له ګامونه پورته كړي۔ وزيراعظم ووئيل موسمياتي بد??ون او بې وزله هېوادونو خخه د رقم په غېر قانوني توګه منتقل كېدل نړۍ لپاره دوه لويې چېلنجونه دي۔ هر كال يو نيم ټريلين ډالره ?? پرمختګ كوؤنكو هېوادونو نه په غېر قانوني توګه آف شور كمپنيو ته منتقل كېږي چې له امله ئې د بې وزلۍ په ډول نړيوالې مسئلې رامخې ته كېږي۔ هغه ووئيل د نړۍ د واكمنې اشرافيه د لاسه د احتساب عمل ځپلې كېږي ٬ د دې عدم توازن د مخنيوي يوازينۍ لاره دا ده چې د نشائي توكو آمدن مخنيوي له دې قانون جوړ كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې زه غواړم چې عام وګړې د بې وزلۍ نه ويستلو سره د هغوي په ژوند كښې د لويې بد??ون راوستونكي او د قانون سرلوړي او د سماجي او فلاحي ټولنې جوړېدل باوري كوؤنكي شخصيت په توګه ياد وساتلې شم۔ هغه ووئيل مونږ غواړؤ چې ايران څخه بندېزونه پورته كړې شي ۔ هغه ووئيل د بې وزلۍ ختمولو له به مونږ له د چين نه زده كړه كول وي۔ هغه زي??ته كړه چې د نورو انسانانو خېر ښېګړې له سوچ كول زمونږ ذمه واري ده۔
د پېسې غیر عادلانه وېش او مني لانډرنګ يو لويې چېلنج دے٬ تر څو مو له خپلو تېروتنو څخه زده كړې نه وي كړې وړاندې تللې نه شۍ ٬ د وزيراعظم عمران خان روسي ټي وي آر ټي سره مركه
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم