نيويارك 21 (اے پي پي) د خارجه وزارت سېكتر اعزاز احمد چوهدري وئيلي دي چې خارجه سلاكار د كشمير كشالې لابنګ لپاره مصروفه ورځ تېره كړې۔ ده د جاپان ٬ اسټراليا او سوئټزرلېنډ خپلو همڅنګو سره ملاقاتونه كړي دي۔ د دې ملاقاتونو په مهال د كشمير كشاله او د هند لخوا په مقبوضه سيمه كښې خلاف ورزۍ رامخې ته كولو سره په نړيواله ټولنه ټينګار شوې چې ھغه دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير كشالې په هواري كښې مرسته وكړي۔ ده ووئيل د وزیراعظم د خارجه چارو سلاكار د افغانستان په صورتحال او د ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره د پاكستان په كاميابو هلو ځلو هم خبرې كړې دي۔ په دې موقع خارجه سلاكار د اتومي عدم خپرونې او د اتومي تحفظ په څانګه كښې د مضبوط عزم په بنياد نيوكليئر سپلائر ډله كښې غړيتوب له پاكستان لپاره د ملاتړ غوښتنه وكړه۔
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل