اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پی پی) د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف لور مريم نواز و??يل?? ??ي چې دا د خپل نوعيت وړومبۍ مقدمه ده د كومې پرېكړې چې اول راغلې او ټرائل ئې وروستو كېږي۔ احتساب عدالت ته د وړاندې كېدو په مهال ميډيا سره خپلو خبرو كښې دې ووئيل ما پرون اورېدلي او لوستلي چې د نېب ډله انګلېنډ ته تلې۔ ماته دې دا ووئيلې چې د جے آئي ټي په لويو لويو ډبو كښې ثبوتونه چرته لاړل۔ دې ووئيل د عدالت فاضل جج پخپله و??يل?? وو چې نېب مړے دے۔ اوس دې ماته دا ووئيلې شي چې نېب ژوندے شوے يا ښه شوے۔ ما خو وړاندې وئيلې وو چې سزا دې يو وارې واورولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل م??نږ د تېښتې لاره خپلوونكې نه يو۔ م??نږ هغه خلك يو چې دآئين ٬ قانون او عدالتونو احترام او د انصاف تقاضو ترسره كولو له بهر څخه خپل هېواد ته راغلې يو او زه دا وئيل غواړم چې څوك هم د قانون څخه بالاتر نه دي۔ م??نږ صبر٬ حوصلې او هيلې سره ددې ټرائل او سخت وخت مقابله كوؤ۔ م??نږ خو دا هر څه زغملي ولې چا چې احتساب انتقام جوړ كړے يوه ورځ به د هغوي هم احتساب كولې شي۔ دې ووئيل لارښود نواز شريف دے او پالېسي هم د هغه ده۔ ګوند اوس هم يو موټے دے ۔ د ګوند ماتېدو كښې خوښي لرونكي پخپله ماتېدو سره مخ دي۔ دې ووئيل ګوند كښې اختلاف نشته ولې د رائې اختلاف ضرور كېدې شي او دا كومه بده خبره نه ده۔ دې ووئيل د ظلم په ضد غږ پورته كول زم??نږ حق دے او د ظلم په ضد غږ نه پورته كول تر ټولو زيات ظلم او ناانصافي ده۔ مریم نواز ووئيل حكومت هم يوه اداره ده د دې هم بايد عزت وكړے شي۔ ادارې كه د خپل حد دننه پاتې كېدو سره كار كوي نو بيا به خلك پخپله ددې ادارو عزت او احترام كوي۔
دا اولنۍ مقدمه ده چې پرېكړه ئې اول او ټرائل وروستو كولې شي
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ